په بلخ کې په ۲۰۹م شاهین قول اردو د برید له امله د مړو شمیره نوره هم لوړه شوه

طالبانو ویلي‌ دي‌ په بلخ کې په قول اردو برید په نوموړي‌ قول اردو کې د خپلو ۴ تنو نفوذي‌ سرتیرو په مرسته کړی دی

718334
په بلخ کې په ۲۰۹م شاهین قول اردو د برید له امله د مړو شمیره  نوره هم لوړه شوه

د افغانستان په شمال کې  د بلخ  په ولایت کې  په ۲۰۹ م شاهین قول اردو  د تیرې  ورځې  ډله ییز  برید له امله  د مړو  شمیره  تر  سلو تنو  واوښته.

د بلخ ولایت  د ولایتي  شورا  ریس  محمد ابراهیم  خیراندیش  نن  خالي د اپریل ۲۲ مه  خبري رسنیو ته وویل چې  ، په بلخ ولایت کې  په ۲۰۹م شاهین  قول اردو  د ډله ییز برید له امله  د مړو شمیره  ۱۴۰ تنو ته  لوړه شوې ده . هغه ویلي دي چې  پدې  پیښه  تر ۱۵۰ تنو  ډیر  سرتیري ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې  طالبانو  پرون د ماسپخین  د ۲ بجو په شاوخوا کې  د بلخ ولایت  د دهدادي په  ولسوالۍ  کې  په ۲۰۹ م شاهین   قول اردو  ډله ییز برید وکړ. د ویلو  ده چې  طالبانو لومړی  د قول اردو په مخکې  چاودنه وکړه  او نور برید کوونکي دننه  ننوتل. د برید کوونکو  نه  یو تن  په طعامخانه کې  ځان وچولو  او  بل بیا د جومات  لورې  ته لاړ. ویل کیږي  لسو تنو برید کوونکو  چې  نظامي یونیفورم  يي  په تن وو  او په رینجر موټرو کې راغلي وو  د جعلي اسنادو سره  قول اردو ته  ننوتي وو. 

د برید کوونکو  نه  ۲ تنو يي ځانونه  ولوزول او پاتو نور بیا د افغان ځواکونو سره  په نښته کې ښکیل شول. 

نښتې  پوره  اته ساعته دوام وکړ. افغان ځواکونو  د اتو ساعتونو جګړې نه وروسته  ټول برید کوونکي د خپو وغورځول او جګړه  پایته ورسیده.

عیني شاهدانو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  تر ټولو  ستر ځاني  زیان  په طعامخانه  او جومات  کې  رامنځته شوی  دی. برید کوونکو  پداسې  حال کې  برید وکړ چې  ډیری  سرتیري د جمعې  په لمانځه  ولاړ  ول. 

د بله پلوه  د طالبانو ویاند  د ټولنیز مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې  د برید د مسئولیت   د منلو سربیره  د برید کوونکو  نومونه  خپآره کړي دي.

طالبانو ویاند ویلي دي چې  د برید کوونکو نه  ۴ تنه يي  په یاد شوي قول اردو کې ددوې نفوذي سرتیري وو چې  د اوږدې مودې راهیسې  دلته  په دنده ګمارل شوي وو.

طالبانو ویاند  ویلي دي چې  دا برید يي  په قول اردو کې د خپلو نفوذي سرتیرو  په مرسته  ترسره کړی  چې  د ټولو  لارو او ګودرونو  ښه  بلد  ول. 

طالبانو  پدې  برید کې نږدې  ۵۰۰ تنو افغان ځواکونو  ته د مرګ ژوبلې د اړولو  ادعا کړې ده .

برید کوونکي په سپکو  او درندو  وسلو  او ځانمرګیو  راکټونو  سمبال  ول. 

دا  پدې  وروستیو کلونو کې  د طالبانو لخوا  په افغان ځواکونو  ترسره شوی  تر ټولو  مرګونی  او خونړی  برید دی.



اړوند خبرونه