د افغانستان د ولسي جرګې د پنځو تنو وکیلانو دندې وځنډول شوې.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري هیت نن یو ځل بیا د ډیرې زیاتې غیرې حاضرۍ له امله د ۵ تنو وکیلانو دندې وځنډولې.
د افغانستان د ولسي جرګې د پنځو تنو وکیلانو دندې وځنډول شوې.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري هیت نن یو ځل بیا د ډیرې زیاتې غیرې حاضرۍ له امله د ۵ تنو وکیلانو دندې وځنډولې.
د ولسي جرګې اداري د کابل د خلکو استازي عزت الله عاطف، د کابل د خلکو استازي امان الله ګذر، د ننګرهار د خلکو استازي پیر پخش ګردیوال، د بلخ دخلکو د استازي عالم خان ازاد او د بلخ د خلکو استازي محمد اسحاق رهګذر دندې وځنډولې.
همداشان د ولسي جرګې اداري هیت ویلي دي چې یاد شوي کسان به د ټولو امتیازاتو نه محروم کړی شي.
د بله پلوه د افغانستان د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي نن خالي د اپریل د ۲۲ مه په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازي او د پارلمان پخواني مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر ته خبرداری ورکړ که چیرې تر سبا خپلې دندې ته حاضر نشي د هغه دنده به هم وځنډول شي.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسي جرګه یو څه موده کې د ډیرو زیاتو غیرحاضرۍ له امله د ۴ تنو نورو وکیلانو دندې هم وځندولې وې .