د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې په ۲۰۹ م شاهین قول اردو ډله ییز برید وشو.
په بلخ ولایت کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله ییز برید وشو
717843
د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې په ۲۰۹ م شاهین قول اردو ډله ییز برید وشو.
د مزار شریف نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړی د قول اردو په مخکې چاودنې وشوې او وروسته د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته پیل شوه.
ویل کیږي برید کوونکي د اردو دننې ته ننوتي او د امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.
جګړه روانه ده.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې ویلي دي چې نن جمعه د ماسپخین د دوو بجو په شاوخوا کې په ۲۰۹م شاهین قول اردو ډله ییز برید کړی . طالبانو په برید کې ګڼ شمیر افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .