د  افغانستان ن پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ وویل پریکړه کړې چې  امریکانان  د افغانستان نه وباسي.

د امریکا لخوا په افغانستان د بمونو د مور یا تر ټولو د زورور بم د کارولو په اړه د حامد کرزي‌ سخت غبرګون!

713193
د  افغانستان ن پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ وویل پریکړه کړې چې  امریکانان  د افغانستان نه وباسي.

د  افغانستان ن پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ وویل پریکړه کړې چې  امریکانان  د افغانستان نه وباسي.

حامد کرزي‌ دا څرګندونې  نن  په پلازمینه کابل کې د امریکا لخوا په ننګرهار کې  خپل  تر ټولو  لوی  او  زورور  بم  د کارولو په غبرګون کې وکړې.

هغه وویل چې  پدې  هیواد کې نور  د امریکا ظلمونه  زغملی نشي.

د یادولو وړ ده چې  امریکا تیره ورځ  د ننګرهار ولایت  د اچین په ولسوالۍ کې د داعش  په پتنځایونو  د اټوم  بم نه وروسته  خپل  ټر ټولو  لوی  او زورور  بم چې د بمونو د مور په نامه یادیږي  ګوزار کړ.

امریکا ددې برید نه وروسته  اعلان وکړ چې په افغانستان کې  د داعش  پر خلاف  خپل  تر ټولو  لوی  او قوي‌ بم  کارولی دی.

پداسې حال کې  چې  افغانستان حکومت   د امریکا لخوا په ننګرهار ولایت  د خپل  تر ټولو  زورور  بم د کارولو په اړه  غبرګون ندی ښودلی  او ویلي‌ دی  چې  دا برید ددوې سره په همغږۍ کې شوی دی  خو پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ بیا  سخت غبرګون وښود  او دا برید يي  په سختو ټکو وغنده. 

کرزي‌ د ډیورنډ په اړه په جوړه شوې  غونډه کې وویل چې  « امریکا  په افغانستان  اټوم  بم  وکاروه. که هوڅومره  دوی  انکار وکړي‌ خو  دا په اصل کې  اټوم  بم  دی. ددې  بم  اغیزې به  کلونه کلونه وروسته  راښکاره شي. 

کرزي‌ د افغانستان  په حکومت  چې  د امریکا  ددې برید نه يي  هر کلی کړی  دی  هم  سخته نیوکه وکړه او وویل چې دا حکومت زما  استازی  ندی  .

کرزي  وویل چې  پریکړه کړې  چې  امریکایان  به  د افغانستان د خاورې  نه وباسي. هغه  وویل چې  مونږ  نور پدې هیواد کې  د امریکایانو  ظلمونه  زغملی  نشو. 



اړوند خبرونه