داعش په جوزجان کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وکړ

د داعش ترهګرې ډلې  د افغانستان په شمال کې  په جوزجان ولایت کې په یوې امنیتي پوستې  برید وکړ.

710981
داعش په جوزجان کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وکړ

د داعش ترهګرې ډلې  د افغانستان په شمال کې  په جوزجان ولایت کې په یوې امنیتي پوستې  برید وکړ.

د جوزجان ولایت د والي ویاند  محمد رضا غفوري د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې  یوې ډلې  داعشیانو  د جوزجان ولایت د درزآب په ولسوالۍ کې  د مغل په کلي کې په امنیتي پوستې وسله وال برید وکړ.

هغه وویل چې د برید نه وروسته امنیتي ځواکونو سمدلاسه  ځوابي  برید پیل کړ او نښته رامنځته شوه.

په نښته کې  لږ تر لږه  ۷ تنه ترهګر مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.

په وژل شوو داعشیانو  د سیمې  مسئولین هم  شتون لري.

هغه په برید کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د یادولو وړ ده چې  داعش ترهګرې ډلې  په افغانستان کې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لمن  د ختیځ نه  د شمال لورې ته غځولې ده .


پيوندونه: #داعش , #جوزجان , #درزآب

اړوند خبرونه