داعش ترهګرې ډلې داځل د افغانستان په شمال کې بې رحمانه وژنې وکړې.
داعش په افغانستان کې ظلم ته دوام ورکوي
داعش ترهګرې ډلې داځل د افغانستان په شمال کې بې رحمانه وژنې وکړې.
داعش ترهګرې ډلې په جوزجان ولایت کې ۳ تنه ملکي وګړي به بې رحمانه توګه ووژل. د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نوموړي کسان د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د ارتباطاتو په تور وژل شوي دي.
پیښه د جوزجان د زاب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان د امنیې قومندان د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا بې ګناه ملکي وګړي اعدام کړل. هغه ویلي دي چې د داعش لخوا اعدام شوي ۳ تنه بې ګناه او ملکي وګړي وو چې نه يي د پولیسو او نه يي د بل چا سره کومه اړیکه درلوده.
هغه ویلي دي چې یاده شوې ترهګره ډله ددې ډول وژنو سره د خلکو په منځ کې ویره او وحشت خپروي. هغوې ددې ډول کړنو سره خلک ډاروي.
داعش ترهګرې ډلې د افغانستان د ختیځ او سویل نه وروسته په شمالي سیمو کې هم پراخه فعالیت پيل کړی دی.