په پکتیکا کې حقاني شبکې ته ستر ګوزار ورکړ شو
د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د حقاني ترهګرې شبکې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
691609
د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د حقاني ترهګرې شبکې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
د پکتیکا په ولایت کې د حقاني ترهګرې شبکې د یو تن نامتو قومندان په ګډون ۱۰ تنه ترهګر ووژل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې تیره شپه افغان ځواکونو د پکتیکا ولایت د زیروک ولسوالۍ د درې شینکي په سیمه کې د حقاني ترهګرې شبکې د یو قومندان په ګډون په ترهګرو هوايي برید وکړ.
په برید کې د حقاني د شبکې د نامتو قومندان په ګډون ۱۰ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.
کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پدې هوايي عملیاتو کې د حقاني د شبکې اړوند ۲ موټرې، وسلې ، مهمات او یو زیات شمیر چاودیدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.