د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل د پولیسو د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه
685932
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د پلازمینې کابل د پولیسو د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده .
د سیمې عینی شاهدانو ویلي دي چې چاودنه د ملکي وګړو په موټر کې د ځای په ځای شوي بم د چاودنې له امله رامنځته شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پيښه کې لږ تر لږه یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی . چاودنه د سهار په د ۷ بجو په شاوخوا کې د چارقلعه او دارالامان د سړکونو ترمنځه رامنځته شوې ده .
د بله پلوه د کابل د پولیسو د شپږمې حوزې مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په یو حکومتي موټر کې د ځای په ځای شوي مقناطیسي بم د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده .