سور صلیب په افغانستان کې خپل مرستندویه فعالیتونه ودرول.
د افغانستان په شمال کې د سور صلیب مرستندویه کمیټې په کارکوونکو خونړی برید وشو
668456
سور صلیب په افغانستان کې خپل مرستندویه فعالیتونه ودرول.
د افغانستان په شمال کې د جوزجان په ولایت کې د سور صلیب نړۍوالې کیمټې د ۶ تنو مرستندویه کارکوونکو د وژل کیدو نه وروسته یادې شوې کیمټې په افغانستان کې د خپلو مرستندویه فعالیتونو د درولو نه خبر ورکړ.
د ویلو ده چې پدې پیښه کې د یادې شوې کمیټې ۲ تنه کارکوونکي تښتول شوي دي.
د سور صلیب نړۍوالې کمیټې ویاند د افغانستان په شمال کې ددوې په کارکوونکو د خونړي برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې ۶ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۲ تنه نور تښتول شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندې اخیستې.
د بله پلوه سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي په لوی ګمان چې برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.