پر شاپور ځدراڼ وسله وال برید

د افغانستان د کرکېټ پر نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ باندې نن وسله وال برید شوی دی.

646522
پر شاپور ځدراڼ وسله وال برید

 

د افغانستان د کرکېټ پر نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ باندې نن وسله وال برید شوی دی.

د امریکا غږ د راډیو د خبر پر حواله شاپور نن ماښام کور ته روان وو چې د وسله والو لخوا پرې برید  وشو.

په برید کې شاپور ته زیان نه دی رسېدلی. نوموړي د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې په موټر کې ورسره ورور غمی ځدراڼ هم سپور وو چې له بریده روغ رمټ ژغورل شوی دی.

ځدراڼ څرګنده کړه چې پر هېچا شک نه لري او نه له چا شکایت لري خو له دولته یې غوښتنه وکړه چې د ملي لوبغاړو امنیت وساتي.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې شاپور ځدراڼ د کرېکټ د پخواني مشرتابه سره د جنجالونو له امله په ملي سیالیو کې ګډون نه کولو. د کرېکټ د مینه والو د پر له پسې نیوکو په پایله کې د بورډ مشرتابه هم بدلون وموند.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرېکټ د ملي لوبډلې پر یو غړي وسله وال برید کیږي.



اړوند خبرونه