د طالبانو قومندان د خپل ماین ښکار شو
په تخار ولایت کې د طالبانو قومندان د ماین په چاودنه کې ووژل شو
644497
د افغانستان په شمال کې د تخار په ولایت کې د طالبانو یو قومندان د خپل ماین ښکار شو.
د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ د خبر له مخې تیره ورځ د یاد شوي ولایت په مربوطاتو کې د ملا حکیم په نامه د طالبانو یو قومندان چې په ګڼه ګوڼه سیمه کې د ماین د ځای په ځای کولو هڅه کوله چاودنه وشوه.
په پیښه کې د طالبانو قومندان او د هغه ورسره مل طالبان د خپل ماین ښکار شول.
همداشان طالبانو تیره ورځ په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو په کتار د برید سره لږ تر لږه ۶ تنه افغان سرتیري ووژل.
طالبانو پدې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د فعالیتونو ساحه پراخه کړې ده .