ولسي جرګې د یو غړي پر کور ډله ایز برید
په کابل کې وسله والو برید کوونکو په ولسي جرګه کې د هلمند د ولایت د استازي میرولي بارکزي پر کور ډله ایز برید کړی دی.
635402
په کابل کې وسله والو برید کوونکو په ولسي جرګه کې د هلمند د ولایت د استازي میرولي بارکزي پر کور ډله ایز برید کړی دی. دا برید نن ماښام ( د مرغومي لومړۍ نېټه) د کابل په وخت په اوو بجو پیل شوی دی چې ویل کیږي د بارکزي د کورنۍ غړي یې برمته کړي دي.
تر اوسه پورې د برید له امله د مرګژوبلې به اړه کره معلومات په لاس کې نشته دی.
د بله پلوه طالب ویاند د برید پړه پر غاړه واخیستله او څرګنده یې کړه چې د برید پر مهال د بارکزي په کور کې د نظامي مقاماتو یوه جلسه روانه وه.
تر اوسه پورې امنیتي چارواکو دا ادعا نه ده تایید کړې.
د پېښې په اړه نور جزییات به وروسته خپاره شي.