د افغانستان په پلازمینه کابل کې د احتمالي سترې فاجعې مخه ونیول شوه
داعش غوښتل چې کابل یو ځل بیا په وینو ولړي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ستر قتل عام مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمینه کابل کې د داعش ترهګرې ډلې د دوو تنو ځانمرګیو برید کوونکو چې غوښتل يي یو ځل بیا کابل په وینو ولړي د نیولو نه خبر ورکړ.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د داعش ترهګرې ډلې دا دوه تنه ترهګر ځانمرګي برید کوونکي د پلازمینې کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
مخکې ددینه چې په کابل کې یو ځل بیا ستر قتل عام رامنځته شي ملي امنیت منسوبینو نوموړي ۲ تنه ځانمرګي برید کوونکي ونیول.
د ویلو ده چې د افغانستان د ملي امنیت اداره پداسې حال کې د داعش ترهګرې ډلې د دوو تنو ځانمرګیو برید کوونکو د نیولو نه خبر ورکوي چې تیره اوونۍ یاد شوې ترهګرې ډلې په پلازمینه کابل کې د شیعه ګانو په جومات د ځانمرګي برید سره ستر قتل عام رامنځته کړ.
پدې برید کې نږدې ۴۰ تنه مړه او تر سلو ډیر کسان ټپیان شول.