په كندز كې د امريكايانو د بريد په اړه څېړنې
د ملګرو ملتونو سازمان په پام كې لري چې په كندز كې پر ملكي وګړو د امريكا د متحدو ايالتونو د هوايي بريد په اړه چې په كې ۳۲ تنه ملكي وګړي ووژل شول، څېړنې وكړي.
606527
![په كندز كې د امريكايانو د بريد په اړه څېړنې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/cba1/5a09/19b5/580f0eee7f29b.jpg?time=1719063038)
ټاكل شوې ده چې پدې اړه به په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما لخوا څېړنې پيل شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټېفان دوجېړيك څرګنده كړه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ بريد كې لږ تر لږه ۳۲ تنه ملكيان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي. د نوموړي په وينا د وژل شوو كسانو زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
امريكايي چارواكو د بريد له امله خپله خواشيني څرګنده كړه.
د څېړنو په پايله كې به اړوندو مسولينو ته سزا وركړل شي او زيانمنو كورنيو ته به غرامت وركړل شي.
دا په داسې حال كې ده چې د روان كال د اكتوبر په دريمه نېټه هم د امريكايي ځواكونو لخوا د بې سرحده ډاكټرانو پر يو روغتون باندې هم هوايي بريد شوى وو چې په كې ۲۲ تنه وژل شوي ول.