بلاخره عطامحمد نور خپل سكوت مات كړ.

د جمعيت اسلامي د اجرايوي شورا ريس او د بلخ د ولايت سرپرست د هغو ګونګسو په اړه خپل سكوت مات كړ چې پدې وروستيو كې په رسنيو كې روانې دي.

602489
بلاخره عطامحمد نور خپل سكوت مات كړ.

 

 

نور د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ومنله چې د ولسمشر محمد اشرف غني سره يې ليدلي دي خو هغه ګونګسي يې رد كړل چې ګويا دا ليدنه د جمعيت اسلامي د مشرتابه سره د مشورې پرته ترسره شوې ده.

نوموړي څرګنده كړه چې د ولسمشر غني سره يې د روانو چارو سربېره په واك كې د جمعيت اسلامي ګوند د ونډې په اړه بحث او خبرې اترې وكړې.

نوموړي همداراز هغه رپوټونو بې اساسه وبلل چې ګويا د بلخ د ولايت د سرپرستۍ نه به لاس په سر شي. نوموړي زياته كړه چې تر اوسه پورې داسې كومه هوكړه نه ده شوې تر څو د بلخ د ولايت له مقامه مركز ته راشي.

دا په داسې حال كې ده چې نن په كابل كې رسنيو څرګنده كړه وه چې د ولسمشر غني او نور ترمېنځ د يو هوكړه ليك له مخې نوموړى كابل ته راځي.



اړوند خبرونه