په جلال آباد کې چاودنه وشوه
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې چاودنه وشوه
600789
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوو لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د جلال آباد ښار د بیهسودو په ولسوالۍ کې شوې ده .
ویل کیږي چاودنه د پولیسو په یو رینجر موټر شوې ده .د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د جلال آباد د بیهسودو د پله ترڅنګ شوې ده . په چاودنه کې د دوو تنو پولیسو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د ویلو ده چې پرون هم په جلال آباد کې د قومي مشرانو په یوې غونډې ځانمرګی برید وشو. په برید کې ګڼ شمیر قومي مشرانو ژوند د لاسه ورکړ.
د برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.