په کابل کې چاودنه
په کابل کې دوه اورپکې چې غوښتل یې د سرک پر غاړه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي، ووژل شول.
599726
په کابل کې دوه اورپکې چې غوښتل یې د سرک پر غاړه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي، ووژل شول.
د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس دا پېښه نن سهار د قرغه ایي په ولسوالۍ کې پېښه شوه. اورپکو په سیمه کې د سرک پر غاړه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کول چې چاودنه وشوه او دواړه په کې ووژل شول.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه طالب چاوراکو څرګندونې نه دی کړې.