ترکیې د افغانستان بدني‌ روزنې ریاست ته ۸۲ تحصیلي‌ بورسونه ورکړل

ترکیې د افغانستان د سپورت په برخه کې د مسلکي‌ کدرونو په روزلو پيل وکړ

598556
ترکیې  د افغانستان بدني‌ روزنې ریاست ته ۸۲ تحصیلي‌ بورسونه ورکړل

ترکیه د افغانستان د مختلفو  برخو  او دولتي‌ اداراتو  د کدرونو  د روزلو  ته دوام  ورکوي.

ترکیې داځل  د افغانستان  سره  د سپورت په برخه کې  مرسته وکړه.

ترکیې  د افغانستان  بدني‌ روزنې   عمومي‌ ریاست  سره  په مختلفو  برخو کې  د ۸۲ تحصیلي‌ بورسونو  مرسته وکړه.

د یادولو وړ ده چې  د افغانستان  د بدني‌ روزنې عمومي‌ ریس  همایون خیري‌ د روان  میلادي‌ کال  د جون  په میاشت کې  د ترکیې  د کاستامونو  د پوهنتون سره  د همکارۍ پروتوکول  لاسلیک کړ. 

د  پروتوکول په چوکاټ کې  د کاستامونو  پوهنتون  د افغانستان  د بدني‌ روزنې ریاست ته ۸۲ تحصیلي‌ بورسونه  ورکړل. 

د افغانستان  د بدني‌ روزنې  ریاست  د کاستامونو  پوهنتون سره د لاسلیک کړي‌ پروتوکول  په چوکاټ کې  د اکتوبر په ۲۲  مه  نيټه  ۷۲ تنه  محصلین  ترکیې  ته راواستول.

د افغانستان د بدني‌ روزنې  عمومي  ریس  همایون خیري‌ د ترکیې  غږ راډیو  ته وویل «  لومړی غواړم  د ترکیې  نه  د افغانستان سره  په هره برخه او په ځانګړې  توګه د کدرونو  د روزنې  په برخه کې  مننه وکړم. د روان میلادي کال د جون په میاشت کې  مو  د ترکیې د کاستامونو  پوهنتون سره  د مسلکي‌ کدرونو د روزنې  په برخه کې  یو پروتوکول  لاسلیک  کړ. یاد شوي‌ پوهنتون  زمونږ  سره   د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ تعلیمي‌ کال لپاره  د ۸۲ تحصیلي‌ بورسونو  ژمنه وکړه. » 

هغه وویل چې  د نوموړو بورسونو  لپاره يي  په شفافه  توګه  ازموینه واخیسته . په ازموینه کې  تر ټولو  ټکړه او بریالي‌ ځوانان  يي  ددې  بروسونو  لپاره  انتخاب کړل. د انتخاب شوو  کسانو نه  ۷۲ تنه يي  د اکتوبر په ۲۲ مه نیټه  ترکیې  ته راولیږل  شول  او په پوهنتون کې  ځای په ځای کړی شول.

 

 

همایون خیري‌ وویل  دا  د افغانستان  د سپورت  د مسکي‌ کیدو په برخه کې  اوچت  شوی  لومړنی  ګام  دی.   

هغه وویل چې  دا محصلین به په مختلفو  برخو کې  وروزل شي. سربیره د مسکلي‌ زده کړو نه به  د ترکیې  په ورزشي‌ لوبډلو کې هم  لوبې  وکړي. ښاغلي‌ خیري‌ هیله  څرګنده کړه چې  پوره باور لري‌ چې  دا ځوانان  به  د هیواد شمله لوړه کړي. 

د افغانستان  د بدني‌ روزنې  عمومي‌ ریس  همایون خیري‌ وویل چې  د جاپان د هیواد سره يي هم  ورته یو پروتوکول  لاسلیک کړی دی. انشاالله په نږدې  راتلونکي‌ کې  به جاپان ته هم  محصلین  واستوو.

 

هغه وویل چې  دوه اوونۍ  مخکې  په استانبول کې جوړه شوې  د اسلامي‌ همکاریو د تشکیلاتو د سپورت د وزیرانو په غونډه کې  د نړۍ  د یو زیات شمیر هیوادونو د سپورت د وزیرانو سره  لیدنه وکړه. د نوموړو لیدونو په چوکاټ کې د ترکیې د سپورت او ځوانانو د وزیر سره هم لیدنه وکړه. د ترکیې  د سپورت وزیر  د سپورت په برخه کې د افغانستان د لا زیاتو مسلکي‌ کدرونو  د روزلو  ژمنه وکړه.

هغه هیله څرګنده کې  چې  انشاالله په راتلونکو کلونو کې به هم  په سلګونو تنه  ځوانان  د سپورت په برخه کې د لوړو  زده کړو  لپاره  ترکیې  ته راولیږي.

 

 



اړوند خبرونه