طالبانو تښتولي ۳۳ تنه ملکي وګړي ووژل .
په غور ولایت کې ۳۳ تنه ملکي وګړي ووژل شول
597053
طالبانو تښتولي ۳۳ تنه ملکي وګړي ووژل .
د افغانستان د غور په ولایت کې د طالبانو لخوا تښتول شوي ۳۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غور ولایت مسولینو د پیښې پخلی کړی دی. د غور ولایت امنیتي مسولینو ویلي دي چې طالبانو هغه ۳۳ تنه ملکي وګړي وژلي دي چې ددې ولایت نه يي تښتولي وو.
د غور امنیتي مسولینو په وینا طالبانو دا ۳۳ تنه ملکي وګړي د سې شنبې په ورځ په ډزو وژلي دي.
طالبانو د نوموړې پیښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
د بله پلوه د غور ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي ویلي دي چې نوموړي کسان د فیروز کوه د ولسوالۍ نه تښتول شوي وو.
دا لومړی ځل ندی چې طالبان تښتولي ملکي وګړي وژني. طالبانو ددینه وړاندې هم څو ځله دیته ورته وژنې کړي دي.