په چاودېدونكو موادو بار پاكستانۍ لارۍ

افغان امنيتي ځواكونو د هېواد پ ختيځ كې د كنړ په ولايت كې د پاكستان د نمبر پلېټ درلودونكې يوه لارۍ چې په كې ۱۰۰۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي مواد بار ول نيولې ده.

595275
په چاودېدونكو موادو بار پاكستانۍ لارۍ

 

افغان امنيتي ځواكونو د هېواد پ ختيځ كې  د كنړ په ولايت كې د پاكستان د نمبر پلېټ درلودونكې يوه لارۍ چې په كې ۱۰۰۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي مواد بار ول نيولې ده.

د كورنيو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د پېښې په اړه درې تنه پاكستانيان هم نيول شوي دي.

د كورنيو چارو د وزارت خبري سرچينو ليكلي دي چې په لارۍ كې امونيم نايتريت بار ول چې د چاودېدونكو موادو د جوړولو په برخه كې اصلي ماده بلل كيږي. په اعلاميه كې دې عملياتو ته په اشارې سره ليكل شوي دي چې ترهګرې ډلې د ډيورنډ  له كرښې پورې غاړه په افغانستان كې د تخريبي كارونو لپاره هلې ځلې كوي.

تر اوسه پورې طالب اورپكو پدې اړه څه نه دي ويلي.



اړوند خبرونه