په كابل كې د عاشورا پر مراسمو وسله وال بريد

د كابل په لوېدېځ كې د كارته سخي په سيمه كې د امام علي په زيارت كې د عاشورا د ورځې په مناسبت د ځانګړو مراسمو پر عزادارانو باندې وسله وال بريد شوى دى.

587524
په كابل كې د عاشورا پر مراسمو وسله وال بريد

 

 

د لومړنيو رپوټونو له مخې په سيمه كې د سپكو وسلو ډزې اورېدل شوي دي. داسې وېره شته دى چې د پېښې له امله دې مرګژوبله رامنځته شوي وي.

د سيمې اوسېدونكي او عيني شاهدان وايي چې د ډزو غږونه اوس هم اورېدل كيږي.

د نا تاييد شوو رپوټونو له مخې يو تن بريدګر په سيمه كې ځانمرګى بريد هم كړى دى. تر اوسه پورې د پېښې په اړه كره معلومات نشته دى خو ويل كيږي چې يو بريدګر د پوليسو په ډزو كې وژل شوى دى.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه: #عاشورا , #بريد , #كابل

اړوند خبرونه