په ایران کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ۱۴ تنه افغان کډوال مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
په ایران کې ۱۴ تنو افغان کډوالو ژوند د لاسه ورکړ
په ایران کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ۱۴ تنه افغان کډوال مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
د ایران د سیستان بلوچستان په ایالت کې د دوو موټرو چې ناقانونه افغان کډوال پکې سپاره ول د جنیګدو له امله ۱۴ تنو افغان کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې پیښه د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
په خبر کې راغلي دي چې هغه دوو موټرو ټکر کړی دی چې ناقانونه افغان کډوال يي لیږدول.
د ویلو ده چې د پیښې لامل ناڅرګند دی. د بله پلوه د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ډیری افغان کډوال په ناقانونه توګه ایران ته راځي او یا غواړي د ایران له لارې اروپايي هیوادونو ته ځان ورسوي د انسان د قاچاقبرانو په وړو او ګړندیو موټرو کې سفر کوي.
دا موټرې چې ټول ټرافیکي قوانین د خپو لاندې کوي ډیر بې باکه ، غیر مسئولانه او ګړندی مزل کوي.
د ویلو ده چې ایران د هغو هیوادونو په کتار ځای لري چې هر کال پکې په لسګونو زره تنه په ټرافیکي پیښو کې ژوند د لاسه ورکوي.