د طالبانو پر يو زندانونو چاپې
د افغانستان امنيتي ځواكونو د طالبانو پر يو شمېر زندانونو باندې د چاپې اچولو په پايله كې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه بنديان خوشې كړي دي.
577510
د دفاع د وزارت د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس د افغانستان ځانګړو ځواكونو د هلمند د ولايت د نهر سراج، مارجې او نوزاد په ولسواليو كې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كې د طالبانو پر زندانونو باندې چاپې واچولې او ۱۰۱ تنه زندانيان يې خوشې كړل.
ددې وزارت سرچينو د زنداني كسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي چې ملكي وګړي دي او كه د امنيتي ځواكونو منسوبين دي.
د دفاع وزارت د لا زياتو جزيياتو د وركولو ډډه و كړه.
دا لومړى ځل نه دى چې افغان امنيتي ځواكونه د طالبانو په بند كې زندانيان خوشې كوي. د روان كال د مې او جون په مياشتو كې د هلمند په ولايت كې د طالبانو پر زندانونو باندې د بريدونو په پايله كې لږ تر لږه ۶۸ تنه زندانيان خوشې شوي ول.
طالب اورپكو پدې اړه لا تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.