د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.
پولیسو ځانمرګی برید کوونکی وواژه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پلازمینه کابل کې د ځانمرګي برید د مخنیوي نه خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت د کابل د بګرام په ولسوالۍ کې د یو تن ځانمرګي برید کوونکي چې په کابل کې د خونړي برید هوډ درلود د لمنځه وړ نه خبر ورکړ.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرچینې د خبر له مخې پولیسو د بګرام په ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی چې غوښتل يي د چاویدونکو توکو نه بار د سراچه ډوله موټر سره په کابل کې چاودنه وکړي د ثبیت نه وروسته د خپو وغورځو.
سرچینې ویلي دي چې پولیسو تیره شپه د بګرام د حسین خیلو په ولسوالۍ کې شکمن سراچه ډوله موټر د درلولو هڅه وکړه چې برید کوونکي په تیښته لاس پورې کړ.
امنیتي ځواکونو په موټر ډزې وکړې چې په پایله کې برید کوونکی د خپو وغورځول شو.
پولیسو ویلي دي چې د نوموړي برید کوونکي په اړه يي راپور ترلاسه کړی وو خو خوشبختانه چې په وخت سره ونیول شو.