د افغانستان په ختیځ کې د جلال آباد په ښار کې چاودنه وشوه.
په جلال آباد کې چاودنه وشوه
568769
د افغانستان په ختیځ کې د جلال آباد په ښار کې چاودنه وشوه.
نن د سهار په ساعتونو کې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه چې امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې ته په ترلاسه شوو معلوماتو کې پدې چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او یو تن د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
ویل کیږي چاودنه د یو دوکان ترڅنګ رامنځته شوې ده . چاودنه هله رامنځته شوه چې پلار او زوی دوکان خلاصولو. په چاودنه کې پلار مړ او زوی سخت ټپي شوی دی .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې په پیښه کې یو دوکاندار پلار او زوی ته زیان اوښتی دی.
هغه ویلي دي چې د پيښې په اړه څیړنې پيل شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې کومې ډلې او کس په غاړه ندی اخیستی .