په جرمني کې په دوو تنو افغان میرمنو برید وشو.
په جرمني کې ۳ تنو اسلام او بهرنیانو دښمنو په دوو تنو افغان میرمنو برید وکړ
په جرمني کې په دوو تنو افغان میرمنو برید وشو.
د جرمني د مکلنبورګ فورپومرن په ایالت کې ۳ تنه المانیانو دوه افغان میرمنې د ځورولو نه وروسته پرې برید وکړ.
د جرمني د مکلنبورګ فورپومرن ایالت د دممین د ښار پولیسو ویلي دي چې دوه تنه افغان میرمنې د ۳ تنو لخوا پرې د برید له امله ټپۍ شوي دي او په روغتون کې د درمنلې لاندې قرار لري.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي نیول شوي دي او د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.
د یاد شوي ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د برید کوونکو نه يي دوه تنه ښځې او یو تن نارینه دی.
برید کوونکو افغان میرمنې ځورولو او ښکنځولو نه وروسته پرې برید کړی دی .
برید کوونکو د برید پر مهال ویلي دي چې په خپل هیواد کې بهرنیان نه غواړي او ددې هیواد نه لاړ شۍ .
ویل کیږي برید کوونکي د برید پر مهال نشه ول. برید کوونکو ویلي دي چې بهرنیان يي نه خوښیږي او د همدې امله يي پدې اقدام لاس پورې کړی دی .
افغان میرنې یوه د ۵۸ کلونو او بله بیا د ۲۸ کلونو ده.