په افغانستان کې امریکايي سرتیری ووژل شو

د افغانستان په سویل کې د هلمند په ولایت کې  یو تن امریکايي سرتیری ووژل شو.

558094
په افغانستان کې امریکايي سرتیری ووژل شو

د افغانستان په سویل کې د هلمند په ولایت کې  یو تن امریکايي سرتیری ووژل شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان ډبلیو نیکلسون د هلمند ولایت د لشکرګاه په سیمه کې  د یو تن امریکايي سرتیري د وژل کیدو نه خبر ورکړ.

هغه وویل چې یاد شوی  سرتیری  د ګزمې پر مهال  د چاودنې له امله  وژل شوی دی.

هغه  زیاته کړه چې پدې پیښه کې  ۶ تنه افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  امریکا  لنډه موده مخکې سل تنه  تازه دمي سرتیري هلمند ته واستول.

امریکايي جنرال  وویل چې په افغانستان کې  به  د افغان ځواکونو روزنې  لړۍ جارې وساتي. هغه وویل چې  د افغانستان د خلکو سره به د روښانه راتلونکي د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د برید مسولیت  طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد  بیا پدې برید کې د ګڼ شمیر امریکايي سرتیرو د وژلو ادعا کړې وه.Fi 



اړوند خبرونه