په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.

په افغانستان کې د طالبانو سربیره د داعش پر خلاف هم عملیات پیل شوي دي

545565
په افغانستان کې د داعش  ترهګرې ډلې ته  یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان په ختیځ  په ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

د ننګرهار ولایت د پولیسو په وینا  د  کوټ او اچین په ولسوالیو کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د روانو تصفیوي عملیاتو په لړ کې  ۲۰ تنه داعشیان وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د عملیاتو په ترڅ کې  ۱۰ کلي په کامله توګه د داعش  ترهګرې ډلې نه  پاک شوي او عملیات دوام لري.

د ویلو ده چې  دوه ورځې د مخه هم د ننګرهار د کوټ، اچین او ده بالا  په ولسوالیو کې د داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۳۶ تنه داعشیان وژل شوي وو.

د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان سره په پولو کې پرتې  ولسوالۍ د داعش  د اصلي هډو په توګه یادیږي.



اړوند خبرونه