د ولسي جرګې پخوانى غړى ووژل شو.
د ولسي جرګې يو تن پخوانى غړى اسد الله همتيار تېر ماښام په كابل كې په يو بريد كې وژل شوى دى.
541455
د ولسي جرګې پخوانى غړى ووژل شو.
د ولسي جرګې يو تن پخوانى غړى اسد الله همتيار تېر ماښام په كابل كې په يو بريد كې وژل شوى دى.
ډاكټر همتيار چې پخوا په ولسي جرګه كې د لوګر د خلكو استازى وو، تېر ماشام په خپله معاينه خانه كې د يو تن بريدګر لخوا د تمانچې په بريد كې ووژل شو.
اسد الله همتيار چې د طب ډاكټر هم وو په كابل كې معاينه خانه درلودله.
تر اوسه پورې د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې يو بل غړى شير ولي وردك هم په كابل كې په يوې بمي چاودنه كې وژل شوى و.