د افغانستان د ملي امنیت ریاست د کابل د نني ځانمرګي برید کوونکي هویت اعلان کړ
د کابل د نني خانمرګي برید فاعل تثبیت شو
536005
د افغانستان ملي امینت ریاست د کابل د نني ځانمرګي برید کوونکي هویت تثبیت او اعلان کړ. د ملي امنیت ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا برید د ابو علي په نامه د یو تن لخوا چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی وو شوی دی .
د برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. همداشان د افغانستان د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د داعش د اصلي هډې په توګه یادیږي.
ملي امنیت دا ندي ویلي چې د برید کوونکي هویت يي پدې کمه موده کې څرنګه تثبیت کړی دی.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ځانمرګي برید نه لنډه موده وروسته د برید کوونکي هویت تثبیت او اعلانوي.