د امریکا د دفاع وزیر کابل ته ورسید
د امریکا د دفاع وزیر به په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارټر د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسید.
د امریکا د دفاع وزیر چې د بګرام په هوايي ډګر کې ښکته شو په پام کې ده چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې وکړي.
پدې خبرو کې به په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو او طالبانو سره د مبارزې په څرنګتیا خبرې وشي.
اشتون کارټر پداسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تیره اوونۍ په وارسا کې جوړه شوې د ناټو په سرمشریزه کې د ناټو سازمان د افغانستان نه پوره د ملاتړ اعلان وکړ او وویل چې تر ۲۰۲۰ کاله به د افغانستان ځواکونو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي. د ناټو سازمان پریکړه وکړه چې د افغان ځواکونو د روزنې او په خپلو خپو د درولو په خاطر باید افغانستان سره ۵ میلیارده ډالره مرسته وشي. همداشان ناټو پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۶ کاله وروسته به هم په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر باراک اوباما تیره اوونۍ اعلان وکړ چې د افغانستان نه به خپل ځواکونه ونه باسي او لږ تر لږه ۸۴۰۰ تنه امریکايي ځواکونه به پدې هیواد کې پاتې شي. هغه ویلي وو چې دا سرتیري به د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورو سربیره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر خلاف په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره فزیکي مرسته هم وکړي.