په ننګرهار ولایت کې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه

د افغانستان په ختیځ کې  د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ  اړوند  د مزینې  د کلي  د حصارک  په مرکزي جامع  جومات کې  چاودنه وشوه.

508414
په ننګرهار ولایت کې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه

د افغانستان په ختیځ کې  د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ  اړوند  د مزینې  د کلي  د حصارک  په مرکزي جامع  جومات کې  چاودنه وشوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  چاودنه  د جمعې د لمانځه  پر مهال  شوې ده .

چاودنه  د جومات  په منبر کې وشوه. ویل کیږي  د جومات  د منبر لاندې  د مخکې نه  ماین  ځای په ځای شوی وو چې  د جمعې  د لمانځه پر مهال  وچاودید.

په چاودنه کې  د حصارک مرکزي جامع جومات  د امام په ګډون  ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او تر ۶۰ تنو زیات  ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کسانو کې  یو تن ماشوم  دی. همداشان  د ټپیانو نه هم  لس تنه  ماشومان  دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د پیښې په اړه څیړنې پيل شوي دي .



اړوند خبرونه