په ننګرهار کې د داعش مشر ووژل شو
د افغانستان په ختیځ د ننګرهار په ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې مسول ملا بزرګ ووژل شو
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هیواد په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د وژلو نه خبر ورکړی دی .
د افغانستان د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ملا بزرګ په نامه یو تن چې په ننګرهار ولایت کې د داعش مشري په غاړه درلوده ددوی عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی .
نوموړی د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د ملي اردو د توپخانې په برید کې وژل شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د داعش ډله چې د ۲۰۱۵ کال د پيل راهیسې په افغانستان کې په فعالیت پیل کړی تر ټولو ډیر بیا په ننګرهار ولایت کې عښتلې ده. د ننګرهار ولایت د پاکستان سره په پوله کې په پرتو ډیری ولسوالیو کې ډیری سیمې د داعش تر کنټرول لاندې دي.
د بله پلوه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د روانو عملیاتو په لړ کې د ۲۳ تنو ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی .