استانبول سبا د افغانستان په اړه د نړۍوالې غونډې کوربه توب کوي
د ترکیې د استانبول ښار سبا د افغانستان په اړه جوړیدونکي د تماس د ډلې د دویمې نړۍوالې ډلې کوربه توب کوي.
503964
د ترکیې د استانبول ښار سبا د افغانستان په اړه جوړیدونکي د تماس د ډلې د دویمې نړۍوالې غونډې کوربه توب کوي.
دا غونډه د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړیدونکي د ناټو د سرمشریزې او د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان په اړه جوړیدونکي د نړۍوال کنفرانس نه د مخه جوړیږي. پدې غونډه کې به د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وشي.
د ویلو چې پدې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په مشرۍ یو ۵۰ کسیز هیت ګډون کوي.
د افغانستان په اړه د تماس د ډلې لومړنۍ نړۍوالې غونډه په ۲۰۱۲ کال کې په استانبول کې جوړه شوې وه. په لومړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي ودې په ګډون په یو زیات شمیر مسایلو خبرې شوې وې.