طالبانو په کندوز ولایت کې ۱۶ تنه مساپرو ووژل
طالبانو په کندوز ولایت کې د برمته کړو مساپرو نه ۱۶ تنه ووژل
طالبانو د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې د تښتولو کسانو نه ۱۶ تنه وژلي دي.
د ویلو ده چې طالبانو نن د سهار په وختي ساعتونو کې د کندوز په لویه لار د یو ۴۰۴ ډوله او یو یو زیات فلاینګ کوچونو نه مساپر ښکته کړل او د ځان سره يي بوتلل.
طالبانو ټولټال نږدې ۲۰۰ تنه د موټرو نه ښکته کړي وو چې ۱۵۰ تنه يي ترینه خوشې کړي دي.
پیښه د کندوز ولایت د علي آباد په ولسوالۍ کې رامنځته شوه. د بله پلوه ویل شوي دي چې طالبانو د برمته کړو مساپرو نه ۱۶ تنه وژلي او څه باندې ۳۰ تنه اوس هم ددوی سره برمته دي.
د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ۱۶ تنو د وژل کیدو خبر يي ترلاسه کړی دی.
همداشان د کندوز یو تن امنیتي چارواکي شیرغزیز کامه وال بیا ویلي دي چې ۱۷ تنه مساپر د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
د کامه وال ویلي دي چې طالبانو نن د سهار په ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ تنه مساپرو د موټر نه ښکته کړي وو چې ګڼ شمیر يي بیرته خوشې کړي دي.
د بله پلوه د کندوز ولایت د علي اباد د ولسوالۍ یو تن چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې طالبانو ښکته کړي مساپر د یادې شوې ولسوالۍ په مرکز کې د مرکزي جومات په مخکې راټول کړي وو. د ټولو نه يي د پیژند پاڼو غوښتنه کوله. طالبانو دا کسان پلټل تر څو ددوی په منځ کې د دولت سره اړیکي لرونکي تثبیت کړي.
طالبانو لا تر اوسه پورې د نوموړې پیښې په اړه څه ندي ویلي . طالبان د خپل نوي مشر ملا هبت الله د ټاکل کیدو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په لویه لاره کې مساپر د موټرو نه ښکته کوي او ځیني وژني او ځیني نور برمته کوي.