ترکیې دا ځل په افغانستان کې د یتیمانو سره مرسته وکړه.
ترکیې په افغانستان کې د یوې مجعزې یتیم خانې بڼسټ کیښود
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې تیکا د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په ولایت کې د ۱۹۰ تنو یتیمانو لپاره د یتیم خانې ودانۍ جوړوي.
د یتیم خانې د ودانۍ د بڼسټ ایښودو په مراسمو کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د شهیدانو او معیوبینو د چارو مسول مرستیال ویسل نور محمد ، په مزار شریف کې د ترکیې جنرال قونسل مصطفی ایردویران، په مزار کې د تیکا کوردیناتور ذکي بولدوق او ګڼ شمیر نورو کسانو ګډون کړی وو.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیال ویسل نور محمد په نوموړو مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان او دوستۍ د ژورې دوستۍ نه یادونه وکړه او وویل چې دا دوستي تاریخي ریښې لري. هغه وویل چې نن ورځ په ټول افغانستان کې ۷۱ یتیمخانې شتون لري چې بعضې د ترکیې د دولت او خلکو په مرسته او ملاتړ چلیږي.
هغه وویل چې ترکیې تل په ډیرو سختو شرایطو کې افغانستان ته د مرستې لاس رااوږدی کړی دی چې مونږ ترینه مننه کوو.
همداشان پدې مراسمو کې په مزار شریف کې د ترکیې جنرال قونسل مصطفی ایردوران وویل چې ترکیه به د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. هغه د ترکانو او افغانانو په ورورولۍ او دوستۍ ټینګار وکړ.
په مزار شریف کې د ترکیې همکارۍ او همغږۍ اژانس تیکا کوردیناتور ذکي بولدوق وویل چې دا یتم خانه په ۲۰۰۰ متر مکعب سیمه کې په دوو پوړونو کې جوړیږي. دا یتیم خانه د ۱۹۰ بسترو په ظرفیت جوړیږي.
پدې ودانۍ کې د ښوونکي خونه، هر اړخیز سالون، د ډاکټر خونه، د لیدونو کتنو خونه او د جامو خونه شتون لري.
سربیره پر دې پدې ودانۍ کې به د اوبو ډیپو، د ماشومانو لپاره د لوبو پارک پارک هم جوړ شي.