په کابل کې د محکمې د کارکوونکو د لیږد په موټر ځانمرګی برید وشو

د کابل په پنځمه ناحیه کې د میدان وردګو ولایت د محکمې په کارکوونکو ځانمرګی برید وشو

497170
په کابل کې د محکمې د کارکوونکو د لیږد  په موټر ځانمرګی برید وشو

د افغانستان  د پلازمینې کابل  د پغمان په ولسوالۍ کې  د میدان وردګو ولایت  د استیناف  د محکمې د کارکوونکو په موټر ځانمرګی برید وشو.

د لومړنیو معلوماتو له مخې  په برید کې  لږ تر لږه  لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال  نجیب دانش  ویلي دي چې  برید د کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې  شوی دی چې له امله يي د میدان وردګو د ولایت د استیناف د محکمې لسو تنو کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی .

ځانمرګی  برید  د یادې شوې محکمې د کارکوونکو د لیږد په موټر شوی دی .

پیښه د افغانستان په ځايي وخت د سهار د اتو بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

د برید مسولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی  .

دا برید  د طالبانو لخوا  د خپل مشر ملا اختر منصور د مړینې  د خبر د تاییدولو نه  لنډه موده وروسته وشو. طالبانو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل مشر ملا اختر منصور د مړینې خبر تایید کړ  او وویل چې  د هغه مرستیال  ملا هیبت الله اخوندزاده  د هغه ځای ناستی ټاکل شوی دی.



اړوند خبرونه