د طالبانو قومندان ملا روف : ملا اختر وژل شوی دی
د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د وژل کیدو په اړه خبرونه مخ په ډیریدو دي
د طالبانو یو قومندان په هوايي برید کې د ملا اختر محمد منصور د مړینې د خبر پخلی وکړ.
د طالبانو یو تن مخکښ قومندان ملا عبدالروف د اسوشیتد پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د ملا منصور د مړینې د خبر پخلی کړی دی.
هغه ویلي دي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پولې ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی .
د بله پلوه د افغانستان حکومت هم د طالبانو په مشر د برید پخلی کړی دی خو د وژل کیدو د خبر پخلی يي ندی کړی. افغان حکومت ویلي دي چې د څیړونو او ارزونو نه وروسته به ددې برید وروستۍ پایلې اعلان شي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د امریکا د دفاع وزارت د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د ځای د تثبیت نه وروسته ولسمشر باراک اوباما ته په هغه د برید په خاطر د اجازې وړاندیز وکړ چې ولسمشر اوباما ورته د برید اجازه ورکړه.
همداشان ځینو امریکايي چارواکیو هم چې د نوم د اخیستو نه يی ډډه کړې ده د ملا اختر منصور د وژل کیدو پخلی کړی دی خو د امریکا د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې کیدای شي چې نوموړی وژل شوی وي خو په دقیقه توګه يی څه ندي ویلي.
پنټاګون ویلي دي چې وروستۍ پایلې به د څیړونو نه وروسته اعلان شي.