د سياف پر كور راكټي بريد
رپوټونه وايي چې نن د افغانستان د يو تن نامتو جهادي مشر عبد الرب رسول سياف پر كور باندې راكټي بريد شوى دى.
494331
رپوټونه وايي چې نن د افغانستان د يو تن نامتو جهادي مشر عبد الرب رسول سياف پر كور باندې راكټي بريد شوى دى. د ځايي خلكو او عيني شاهدانو د معلوماتو په اساس نن سهار د نوموړي د اوسېدو كور ته نږدې دوه راكټونه لګېدلي دي. تر اوسه پورې په پېښه كې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي او د هم معلومه نه ده چې سياف د بريد پر مهال په كور كې وو او كه نه.
په سيمه امنيتي چارواكو هم د پېښې په اړه تر اوسه پورې خبريالانو ته نه دي ويلي.
دا لومړى ځل نه دى چې د سياف پر كور باندې راكټي بريدونه ترسره كيږي. پخوا هم څو ځله د سياف كور د راكټي بريدونو هدف ګرځېدلى وو.
جهادي مشر چې د طالبانو پر وړاندې د سخت غبرګون سره شهرت لري د طالبانو پر وړاندې يې د ګډې مبارزې وړانديزونه هم كړي دي.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.