د پکتیکا د پولیسو یو چارواکی ووژل شو
د افغانستان د پکتیکا ولایت د خوش امند د ولسوالۍ د امنیې قومندان د خپلو ۶ تنو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو
492443
د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د پولیسو یو تن مشر د خپلو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت د خوش امند ولسوالۍ د امنیې قومندان له خپلو ۶ تنو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.
ویل کیږي نوموړی د طالبانو په یو کمين کې وژل شوی دی .
د خوش امند ولسوالۍ د امنیې قومندان د مرکز نه د ولسوالۍ پر لورې روان وو چې په لاره کې پرې طالبانو برید وکړ. ویل کیږي طالبانو نوموړي ته کمین نیولی وو او د رارسیدو سره سم يي پرې برید وکړ.
په برید کې د ولسوالۍ د امنیې قومندان د ۶ تنو پولیسو سره ووژل شو او ۴ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
پیښه پرون رامنځته شوې ده . طالبانو د پیښې په اړه څه ندي ویلي .