داعش د درې تنو طالبانو د وژلو انځورونه خپاره كړل.
هغه انځورونه چې ويل كيږي د داعش د ترهګرې ډلې لخوا په افغانستان كې د طالب اروپكو د درې تنو غړو وژل په كې ښودل شوي دي د رويټرز د خبري آژانس لاس ته ورغلي دي.
492005
هغه انځورونه چې ويل كيږي د داعش د ترهګرې ډلې لخوا په افغانستان كې د طالب اروپكو د درې تنو غړو وژل په كې ښودل شوي دي د رويټرز د خبري آژانس لاس ته ورغلي دي.
كه څه هم د انځورونو صحت تر اوسه پورې د خپلواكو اروګانونو لخوا تاييد شوى دى نه دى خو ظاهراُ درې تنه چې نارنجي جامې يې پر غاړه دي او د داعش د اروپكو لخوا طالبان بلل كيږي، په ډزو ويشتل كيږي.
ددې انځورونو د اخيستل كېدو د ځاى په اړه كره معلومات نشته دى خو د هېواد په ختيځ كې او په تېره بيا د ننګرهار په ولايت كې د داعشيانو د فعاليت پراختيا په كتلو سره داسې ښكاري انځورونه دې ددې ولايت په مربوطاتو كې اخيستل شوي وي.
افغان مقاماتو تر اوسه پورې ددې انځورونو په اړه څه نه دي ويلي.