په سوريه كې د ايران تلفات مخ په زياتېدو دي.

د سوريې د حلب د ښار د خان تومان په سيمه كې د ايراني ځواكونو د دوو لوړپوړو افسرانو په ګډون د ۱۵ تنو ځانګړو سرتېرو وژل كېدل، د ايرانيانو د غبرګوب سبب ګرځيدلي دي.

488109

په سوريه كې د بشار اسد د ژريم د مخالفينو او د حزب الله په مشرۍ د ايراني ځواكونو ترمېنځ په نښتو كې ددې هېواد د انقلاب د ساتونكو ځواكونو ۱۵ تنه سرتيري په يوه ورځ وژل شوي ول.

د بله پلوه په ايران كې د قانون ورځپاڼې بيا ليكلي دي چې د حلب د خان تومان په سيمه كې د ايران ۸۰ سرتيري وژل شوي دي.

دا خبر د انقلاب د ساتونكو ځواكونو د مازندران د كربلا د قول اوردو د قومانداۍ لخوا هم تاييد شوى دى او د خلكو غوښتنه شوې ده چې خپل سكونت حفظ كړي.

د خان تومان سيمه د رژيم د مخالفينو نه د فتح د اوردو لخوا تر كنترول لاندې راوړل شوې ده.

اړوند خبرونه