په فاریاب کې د پولیسو یو تن مشر ووژل شو
د فاریاب ولایت د بل چراغ ولسوالۍ د امنیې قومندان د خپلو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو
د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د پولیسو یو تن مشر د خپلو ساتونکو سره په ګډه د طالبانو لخوا ووژل شو.
د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د نوموړي ولایت د بل چراغ د ولسوالۍ د امنیې قومندان نجیب الله د یاد شوي ولایت د ګوزیوان په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.
ویل کیږي په نښته کې د بل چراغ د ولسوالۍ د امنیې قومندان سربیره د هغه پنځه تنه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د یادې شوې ولسوالۍ پخوانی د امنیې قومندان محمد ظفر هم د طالبانو په یوه چاودنه کې ژوند دلاسه ورکړی وو.
طالبانو د پسرلي د رارسیدو سره په ټول افغانستان کې او په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې بریدونو ته زور ورته کړی دی.
طالبانو د کندوز په ولایت کې هم پراخه بریدونه پیل کړي چې د افغان ځواکونو لخوا په شا تنبول شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې پدې نښته کې د ۸۰ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو او څه باندې ۵۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی