طالب جنګیالیو د نوو عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ
طالبانو په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پرخلاف د نوو عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ
![طالب جنګیالیو د نوو عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/ffe7/4c66/6a9f/569ceeeeb6307.jpg?time=1719198764)
طالبانو د پسرلي د رارسیدو سره سم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر خلاف د نوو عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ.
د امریکا متحده ایالتونو د اسوشیتید پرس خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو خبري رسنیو ته په استولي برښنا لیک کې د پسرلي د رارسیدو سره سم په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو او د امریکا د ملاتړ نه د برښمند حکومت پر خلاف د سترو عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړی دی .
په خبر کې راغلي دي چې دا ځل دا عملیات د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ته د درناوي له امله د ( عمري ) عملیاتو په نامه پیل کړي دي.
د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د امریکا پر خلاف جهاد د مسلمانانو دیني فریضه بلل شوې ده .
طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې به د افغان حکومت د حوصلې د ضعیفولو په خاطر د هر ډول نظامي لارو چارو څخه کار واخلي . طالبانو ویلي دي چې د یو زیات شمیر سیمو کنټرول په اختیار کې لري او پدې سیمو کې به د ډیرې قوي حکومتدارۍ هڅه وکړي .
طالبانو د تیر ځلونو په څیر یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د عملیاتو پر مهال به د ملکي او بې ګناه انسانانو د وژنې د مخنیوي په خاطر تر خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړي. همداشان خپلو صفونو ته د خلکو د راړولو په خاطر به هم جدي کار وکړي.
د ملګروملتونو سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې تیر کال په افغانستان کې په جګړو، چاودنو او بریدونو کې څه باندې ۱۱ زرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.