د ايراني سرحدي ځواكونو لخوا د افغانانو وژنه
د را رسېدلو رپوټونو له مخې د افغانستان په لوېديځ كې د ايران سره پولې ته څېرمه ددې هېواد د سرحدي ځواكونو لخوا په ډزو كې لږ تر لږه ۳ تنه افغانان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
468109
د را رسېدلو رپوټونو له مخې د افغانستان په لوېديځ كې د ايران سره پولې ته څېرمه ددې هېواد د سرحدي ځواكونو لخوا په ډزو كې لږ تر لږه ۳ تنه افغانان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د ولايت د سيمه ايزو امنيتي چارواكو د معلوماتو په اساس وژل شوي كسان ددې ولايت د كوهسان د ولسوالۍ اوسېدونكي ول. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوى غوښتل له پولي ها خوا د ايران خاورې ته ننوځي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د پېښې په اړه يې په هرات كې د ايران قونلسګرۍ ته اعتراضيه ليك وړاندې كړى دى.
تر اوسه پورې ايراني چارواكو د پېښې په اړه د نظر څرګندولو نه ډډه كړې ده.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی