په کابل کې په ترکانو وسله وال برید
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ترکانو په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید وشو.
![په کابل کې په ترکانو وسله وال برید](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5e42/2cc7/6483/56dbe4e6a05b5.jpg?time=1718851745)
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پرون د ماښام په ساعتونو کې په پلازمینه کابل کې د ( ترکش بازار ) په نامه د ترکانو په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید وشو چې له امله يي دوو تنو ترکانو ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ټپیان شول.
همداشان په همدې ساعتونو کې په کابل کې د ترکانو د یو بل شرکت کارکوونکو هم د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شول.
د پیښې ټپیان په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي. په کابل کې د ترکیې لوی سفیر علي سید اکن په روغتون کې د ټپیانو نه لیدنه وکړه او د هغوې د روغتیايي حالت په اړه يي معلومات واخیستل .
د کابل پولیسو ویلي دي چې د لومړنیو څیړونو او ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا برید ترهګریز برید ندی بلکې د خپلمنځیو ستونزو له امله رامنځته شوې دی.
همداشان په همدې ساعتونو کې په کابل کې د نامعلومو کسانو لخوا د ترکانو اړوند په یو بل شرکت هم چاپه اچول شوې ده او د شرکت یو تن ترک کارکوونکی د ځان سره تښتولی دی. ویل کیږي برید کوونکو د شرکت یو تن ترک او افغان کارکوونکي وهلې ډبولي دي.
د تښتول شوي ترک د ژغورلو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي. د نوموړو بریدونو نه وروسته په کابل کې د ترکانو د کورونو او سوداګریزو مرکزونو ترڅیرمه کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.