کابل د شیرپور په سیمه کې د بهرنیانو په میلمستون ډله ایز برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د بهرنیانو په میلمستون د ډله ایز برید نه وروسته پیل شوې نښته د برید ګرو د وژل کیدو نه وروسته پایته ورسیده

406709
کابل د شیرپور په سیمه کې د بهرنیانو په میلمستون ډله ایز برید وشو

طالبانو  پرون  شپه  د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د شیرپور په سیمه کې  د بهرنیانو په یو میلمستون برید وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  صدیق صدیقي‌ په وینا  پرون د ماسخوتن د ۶ بجو په شاوخوا کې یوې  څلور کسیزې ډلې د شیرپور په سیمه کې  د اسپانیا  د سفارت په میلمستون  ډله ایز برید وکړ. هغه وویل چې د برید نه وروسته  برید کوونکي‌ میلمستون ته ننوتل  او د سهار تر وختي‌ ساعتونو پورې  د افغان ځواکونو سره جګړه وکړه. د هغه په وینا  د برید نه سمدلاسه وروسته سیمه د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا محاصره شوه  او د برید کوونکو د لمنخه وړو په خاطر عملیات پيل شول.

صدیقي‌ زیاته کړه چې  برید کوونکي‌ د سهار په وختي‌ ساعتونو کې  ټول  د خپو وغورځول شول  او ځانګړي‌ ځواکونه  میلمستون ته داخل شول.

د ویلو ده چې  پدې  برید کې  د دوو تنو اسپانویانو، ۴ تنو افغان پولیسو، یو تن ملکي‌ وګړي‌ او ۴ تنو برید کوونکو په ګډون  ۱۱ تنه وژل شوي‌ دي.

د اسپانیا لومړي‌ وزیر  د نوموړي‌ برید په اړه وویل چې  د برید اصلي‌ هدف  ددوی  سفارت نه وو خو چاودنه ددوی د سفارت څرنګ  شوی  ده. هغه  د یو تن اسپانیوي‌ وګړي‌ د وژلو نه خبر ورکړ  خو افغان امنیتي‌ ځواکونو بیا ویلي‌ دي‌ چې په پیښه کې  د اسپانیا دهیواد دوه تنه وګړي‌ وژل شوي‌ دي.

دا برید پداسې  حال کې  کیږي‌ چې  تیره ورځ  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وسله وال طالبانو په لمنځه وړو وګواښل. ولسمشر غني‌ پرون په یوې  خبري‌ غونډه کې  وویل چې  د هغه مخالفینو سره  چې د افغانستان د اساسي‌ قانون منلو ته تیار وي‌ دوی مذاکرې او خبرو اترو ته تیار  دي‌ او هغه مخالفین  چې  اساسي‌ قانون نه مني‌ او وسلې په مځکه نږدي‌ هغوې به  له منخه  یوسي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه