په ننګرهار کې ځانمرګي برید ۵ تنه ووژل

د جلال آباد د درونټې په سیمه کې ځانمرګي برید د برید کوونکې په ګډون ۵ تنه ووژل

405981
په ننګرهار کې ځانمرګي برید ۵ تنه ووژل

د افغانستان په ختیځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه د جلال آباد ولایت د درونټې په سیمه کې رامنځته شوه.
هغه ویلي دي چې ځانمرګی برید د یوې بهرنئ ښځې لخوا شوی دی . خوګیاڼي وویل چې پرون د ماښام په ناوخته ساعتونو کې د درونټې په سیمه کې ۹ تنه بهرنیان چې په روسي ژبه يي خبرې کولې د ملي امنیت د منسوبینو لخوا ودرول شول.
د نوموړو ۹ تنو نه يي پنځه تنه نارینه ، یوه ښځه او درې تنه ماشومان ول. ملي امنیت منسوبینو چې غوښتل ښځه د نارینو نه جلا کړي چې پدې وخت کې ښځې د ځان پوړې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.
په پیښه کې یو تن د ملي امنیت کارکوونکي ، پخپله برید کوونکې او د هغه سره ملګرو ۳ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی .
خوګیاڼي د پاتو کسانو د برخلیک په اړه څه ندي ویلي . دا هم معلومه نده چې دا بهرنیان د طالبانو او که د داعش د ډلې غړي وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه