د افغانستان په پلازمینه کابل کې د اسپانیا سفارت ترڅنګ چاودنه وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د شیرپور په سیمه کې د اسپانیا د سفارت په میلمستون ډله ایز برید وشو
د افغانستان د پلازمینې کابل په زړه کې د زورورې چاودنې نه وروسته نښته پيل شوه .
طالبانو د ماښام په ناوخته ساعتونونو کې د پلازمینې کابل تر ټولو په مهمې او ډیپلوماتیکې سیمه کې د اسپانیا د سفارت په میلمستون ډله ایز برید وکړ .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د پلازمینې کابل د شیرپور په سیمه کې د موټر پر مټ چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو د اسپانیا سفارت اړوند په یو میلمستون ډله ایز برید کړی دی . ویل کیږي برید کوونکي میلمستون ته ننوتي دي او د هغه ځای نه د افغان ځواکونو سره جګړه کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت معین جنرال ایوب سالنګي خبري رسنیو ته وویل چې لومړی چاودنه وشوه او وروسته نښته پیل شوه. هغه وویل چې په سیمه کې ډیر زیات میلمستونونه شتون لري. هغه د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه څه ونه ویل او وویل چې سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې ده او څیړنې دوام لري.
د ایمیرجینسئ روغتون ویلي دي چې تر اوسه پورې ۷ تنه ټپيان دې روغتون ته رسول شوي دي. ویل کیږي د ایمیرجینسئ روغتون د پیښې په ۷۰۰ مترئ کې موقعیت لري.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري رسنیو ته وویل چې په پیښه کې تر اوسه پورې د میلمستون ۲ تنه ساتونکي مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل پدې نه پوهیږي چې په میلمستون کې څومره ډیپلوماټان او بهرني میلمانه بند پاتي دي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په کابل کې ددوی په میلمستون د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې د برید کوونکو او افغان ځانګړو ځواکونو ترمنځه نښته دوام لري. د اسپانیا لومړي وزیر د پیښې په اړه ویلي دي چې برید د دوی د سفارت ترڅنګ شوی دی خو د برید اصلي هدف ددوی سفارت ندی. هغه ویلي دي چې پدې برید کې یو تن اسپانیوي پولیس وژل شوی دی.
ویل کیږي د پیښې سیمه د افغان ځواکونو لخوا محاصره شوې ده او چا ته د نږدې کیدو اجازه نه ورکوي.
د بله پلوه د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.