په کابل کې چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د زړو مکروریانو په سیمه کې چاودنه وشوه
395225
د افغانستان پلازمینه کابل نن یو ځل بیا یوې چاودنې ولرزو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د پلازمینې کابل د زړو مکروریانو په سیمه کې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ترڅنګ د پولیسو په یو رینجر موټر بمي برید وشو.
ویل کیږي دا برید د مقناطیسي بم په واسطه شوی دی. په برید کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې وویل چې نن سهار يي د کابل د زړو مکروریانو په سیمه کې د قندوز د والي د مرستیال پر موټر برید وکړ چې د هغه په ګډون يي ګڼ شمیر پولیسو ته يي د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.